دې ادارې اټکل کړی چې توپان به په امریکا کې د سختو بارانونو او بادونو لامل شي.
د شنبې په ورځ په الاباما، فلوريډا او مسيسپي ايالتونو کې بېړنی حالت اعلان شو.
د امریکا د توپانونو د ملي مرکز رئیس کېن ګراهام ویلي، د يکشنبې ورځې له نيمايي وروسته به د امریکا جنوب ختیځې سیمې د سخت باد شاهدې وي چې سرعت به یې په یوه ساعت کې ۸۰ کيلومتره وي او په ځینو سیمو کې به باران ۲۵ سانتې مترو ته ورسیږي.
ګراهام زیاته کړې، اورښت به په ځینو سړکونو کې د سېلاب راوتلو لامل شي.
د نوموړي په خبره، توپان به د شمال پر لورې روان وي چې سرعت به یې په یوه ساعت کې ۲۲ کيلومتره وي.
له بله پلوه د امريکا په مېريلانډ ايالت کې وروسته تر هغه بېړنی حالت اعلان شو چې سېلابونو یوشمېر ودانۍ ونړولې او لسګونه ګاډي يې یووړل.
د مدني دفاع ډلو ویلي، د اوبو کچه د ودانیو لومړیو پوړونو ته رسېدلې ده.
سیمه ييزي رسنۍ وايي، د دې ايالت په ګڼو ښارونو کې اوبه د سیند په څېر روانې دي او په ځانګړې توګه اليکوټ ښار کې سېلابونه زیات زیان لري.
دا سېلابونه تر هغو بارانونو وروسته راوتلي چې په دې ايالت کې بې ساري بلل شوي او له خلکو غوښتنه شوې چې لوړو ځایونو ته ځانونه ورسوي.