کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال قمر جاوید باجوه کابل ته سفر کوی

8 جوزا 1397 ساعت 13:23

افغانستان ملی امنیت شورا په وینا اشرف غنی د پاکستان لوی درستیز قمر باجوه څخه غوښتي چی کابل ته سفر وکړی.



د دغې شورا ویاند قادرشاه وویل، چې دا بلنه پاکستان ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سفر پر مهال شوې ده.
ښاغلي قادرشاه کابل ته د جنرال باجوه د سفر کره نیټه څرګنده نه کړه خو وې ویل "دا هم د عمل د پلان تعقیبي ناستې دي، د عمل په پلان کې د افغانستان او پاکستان ټول هغه موضوعات چې دوی فکر کوه د یو بل پر وړاندې یې لري، ځای پر ځای شوي دي، په همدې موضوعاتو خبرې کیږي".
د پاکستان پوځ هم په یو بیان کې ویلي، چې جنرال باجوه کابل ته د افغان ولسمشر بلنه منلې ده او ټاکل شوې چې ښاغلی باجوه په راتلونکو ورځو کې کابل ته سفر وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ د یو جیګپوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ او د دغه هیواد له پوځي او ملکي چارواکو سره یې، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د 'سولې او پیوستون د عمل پلان' د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وايي، چې د دواړو خواو ترمنځ د سولې او پیوستون د عمل پلان د تطبیق په برخه کې یو لړ پرمختګونه شوي دي او ژر به د دغه پلان د عملي کولو لپاره د دواړو هیوادونو کاري کمیټې فعالیت پیل کړي.
هغه وویل "دا کمیټې به په راتلونکو لسو ورځو کې هم تشکیل شي او هم به په فعالیت پیل وکړي".
د پاکستان پوځ هم په یو بیان کې ویلي، چې دواړو خواو په دې لیدنه کې، د عمل پلان د کاري کمیټو د جوړولو لپاره د جدي هڅو پر پیلولو ټینګار کړی دی.

د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه ویلي، چې ناامنیو دواړو هیوادونو ته زیان رسولی او په سیمه کې د امنیت د ټینګولو او د "دښمن د ځپلو" لپاره باید دواړه خواوې په ګډه کار وکړي.
ښاغلي باجوه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور د فضا پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دواړه خواوې باید هیچا ته د یو بل پر ضد حتی د خپلې "یو انچ خاورې" د کارولو اجازه ورنکړي.
 


د مطلب کود: 164441

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164441/جنرال-قمر-جاوید-باجوه-کابل-ته-سفر-کوی

آوا
  https://www.avapress.com