دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 164449
د کابل پوهنتون استاد موټر کې چاودیدونکي توکي کشف شول
پولیس وایي د کابل پوهنتون د یوه استاد په موټر کې يې چاودیدونکي توکي کشف او شنډ کړي دي.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي ویلي چې د کابل پوهنتون امنیتي مسوولینو په وردي دروازه کې د یاد استاد په موټر ځای ځای شوي چاودیدونکي توکي کشف او شنډ کړي دي.
امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه چې دا توکي د کوم استاد په موټر کې ایښودل شوي و، څه نه دي ویلي، خو ځیني عیني شاهدان وایي دا مواد د ژورنالیزم پوهنځي د استاد احمد ضیا رفعت په موټر کې ایښودل شوي و.
دا په داسې حال کې دي چې کابل پوهنتون باندې څو ځلې د وسله والو مخالفینو له لوري د بریدونو د ګواښونو رپوټونه هم خپاره شوي دي.
د یادولو وړ ده چې احمد ضیا رفعت د ازاد نظر او شعرونو له امله له دې وړاندې د ځیني کسانو او بنسټونو له خوا له اسلام څخه په راګرځیدنې هم تورن شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoo0fnyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته