د وسله والو د نیول شوي ډلې غړیو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د دولت پر ضد فعاليتونه کول او په ګڼو بريدونو کې يې لاس درلود.
په کندهار کې د وسله والو شپږ کسيزه ډله نيول شوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 جوزا 1397 ساعت 15:04
د وسله والو د نیول شوي ډلې غړیو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د دولت پر ضد فعاليتونه کول او په ګڼو بريدونو کې يې لاس درلود.
د کندهار د ملي امنیت له رياست څخه په خپره شوې خبر پاڼه کي راغلي چې د وسله والو د نیول شوي ډلې غړیو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د دولت پر ضد فعاليتونه کول او په ګڼو بريدونو کې يې لاس درلود.
سرچينه وایي، چې نيول شویو وسله والو د کندهار پر هوايي ډګر هم توغنديز بريدونه کړي او د لويو لارو پر سر به يې ماينونه ځای پر ځای کول.
په خبرپاڼه کې د يادو وسله والو سره د وسلو او مهماتو د نيول کېدو خبر هم ورکول شوی، خو دا نه دي ویل شوي چې ياد وسله وال څه وخت نيول شوي دي.
خپله د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 164459