دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 164462
په کابل ښار کې د غیرقانوني موټرو او وسلو پر ضد پراخ عملیات پیل شوي
د کابل امنیه قومانداني وایي په پلازمېنه کابل ښار کې یې د غیرقانوني موټرو په وړاندې پراخ عملیات شوي.
د امنیه قومانداني چارواکي وایي، د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د غیرقانوني موټرو او وسلو د نیولو په موخه چک پاینټونه یا پوستې رامنځته شوې ده او په ورته وخت کې د کابل پولیسو اړوند سیار ټیمونه هم په عملیاتو بوخت دي.
چارواکي زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې به د هغو موټرونو په وړاندې اقدامات وشي چې اسنادونه نه لري او یا هم تورې شیشي لري.
د چارواکو په وینا، ټاکل شوې چې د عملیاتو په ترڅ کې غیرقانوني او بې اسناده وسلې هم راټول شي.
په همدې حال کې د کابل امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د عملیاتو له پیل څخه تر اوسه د ۷۳ موټرو له ښیښو تور فلمونه پاک کړي او ۱۶ بې اسناده موټرسایکلونه او د پولیسو الارمونه نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پلازمینه کابل او د هېواد په یو شمېر نورو مهمو ښارونو او ولایتونو کې په جنایي پیښو کې د پام وړ زیاتوالي راغلي دي او ویل کېږي چې جنایي ډلې یا بانډونه اکثراً د تورې شیشي لرونکي موټرو په وسیله په جنایي کړنو لاس پورې کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciq5azrt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته