دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 164485
تخار ولایت کې طالبانو د افغان ځواکونو ۱۷ پوستو نیولو ادعا کړي
راپورونه وایی، د دولت مخالفانو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې ۱۷ پوستې له افغان ځواکونو نیولې دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر نظام الدین غوري نن ورځ په دی اړه رسنیو ته وویل، وسله والو طالبانو په یاد ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې د اکمالاتو د نه رسېدو له امله پولیسو تکتیکي شاتګ کړی دی.
 د تخار امنیه قوماندانۍ د ۱۷ پوستو د سقوط خبره رد کړه، خو څرګندوی، چې افغان ځواکونو له ۷ پوستو تکتیکي شاه تګ کړی دی.
یاد وسله والو د تخار ولایت کی د جګري او ۱۷ امنیتی پوستو د نیولو تاید کړی دی.
https://avapress.com/vdcdjo0fkyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته