دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۰
د مطلب کود : 164491
عبدالله عبدالله: افغانستان کې جګړې تمویل ۴۰ سلنه سرچینه مخدره توکې دی
افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایی چی په افغانستان کې د جګړې ۴۰ سلنه تمویل کوونکې مخدره توکې دی.

عبدالله عبدالله نن له سفيرانو او د بهرنیو هېوادونو له استازو سره د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړيوالو مرستو د جلب په خاطر جوړې شوې غونډه کې وويل چې مخدره مواد او ترورېزم مستقيم تړاو سره لري.
ده وويل چې د مخدره موادو د تولید او پروسس پر فابريکو هوايي حملې اغېزمنې ثابتې شوي او د ترورېستي ډلو د تمويل سرچينې یې کمې کړې دي.
اجرائیه رئیس زیاته کړه، د افغانستان د جګړې د تمويل له ۴۰ څخه تر ۶۰ فیصده پورې منابع مخدره مواد دي.
ده وویل چې مخدره مواد د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره لوی خطر دی، خو ځينو هېوادونو افغانستان په دې برخه کې ډېر مسئول ګڼلی دی، خو ټول هېوادونه باید په دې برخه کې خپل مسئوليت تر سره کړي.
https://avapress.com/vdcaoyn6649niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته