په قطر کې میشت امریکایي ځواکون د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د طالبانو پر فابریکو او نورو مواضعو هوایي بریدونه د مې میاشتې په ۱۸ نیټه ترسره شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو د مخدره موادو او مالي سرچینو د عملیاتو د پیل څخه د B-1B الوتکو په وسیله تر ټولو لوی برید ترسره شوي.
امریکا پوځ د هوایي بریدونو په اړه نور جزئیات نه دي شریک کړي خو ورته بریدونه د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ترسره کېږي.
په همدې حال کې د امریکا پوځ وایي، دغه بریدونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ترسره کېږي.
د امریکا هوایي قواوو یوه پیلوټ مارک اولمي ویلي، چې دغه برید د روانو عملیاتو په ملاتړ ترسره شوي چې د طالبانو د مالي سرچینو یا مخدره موادو د لمنځه وړلو په موخه دوام لري.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مخداره موادو پر فابریکو هوایي بریدونو له څو میاشتو راهیسې دوام لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)