دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 164517
کابل کې د کورنیو چارو وزارت پر ودانی د برید د پای په اړه د چارواکو څرګندونې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل ښار کې یې د کورنیو چارو وزارت پر ودانی د وسله والو ډلییز برید پای ته رسېدلی.
چارواکي زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې پای ته رسېدلی او په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ تنه وسله وال وژل شوي.
د چارو وزارت چارواکو د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
خو د یاد وزارت ویاند نجیب دانش له دې وړاندې ویلي وو، چې د لومړی چاودنې په ترڅ کې د وزارت یوه ساتونکی ټپي شوی و.
بلخوا یوه امنیتي سرچینه وایي، د برید او نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvxevauqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته