دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 164523
د ارزګان په هوایي برید کې پولیس او وسله وال طالبان وژل شوي
په سوېل ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا چارواکي وایي، د ارزګان د چورې ولسالی په مربوطاتو کې هوایي برید پولیس سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي زیاتوي، چې د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه درې تنه پولیس سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د ارزګان د ولایتي شورا یوه غړی حیات الله فضلي وایي، په دغه برید کې چې د دوشنبې په شپه ناوخته ترسره شوی په ترڅ کې د طالبانو اووه غړي هم وژل شوي.
ځایي امنیتي او حکومتي چارواکو تر اوس په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې ښاغلي فضلي وایي، د طالبانو او پولیس سرتېرو پر مواضعو هوایي برید د پې پیلوټه الوتکو په وسېله ترسره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د چورې ولسوالی په څنډو ښار په څنډو کې له څو ورځو راهیسې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخت نښتې روانې دي.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې د طالبانو د برید په ترڅ کې ۱۷ امنیتي پوستې سقوط کړي دي.
مجاهد ادعا کوي چې د برید په ترڅ کې پولیسو، اردو او اربکیو ګڼ شمېر سرتېري هم وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxt9qwak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته