کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو د افغانستان او سيمې پر سياسي او امنيتي حالت خبرې وکړې

9 جوزا 1397 ساعت 19:23

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي امنيت سلاکار ښاغلي محمد حنيف اتمر او د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار ښاغلي جان بولټن تير ماښام ناوخته د ويديو کنفرانس له لارې د افغانستان او سيمې پر امنيتي او سياسي حالت خبرې وکړې.




په دې ويديو کنفرانس کې دواړو لورو د دولتونو په کچه د دوه اړخيزو تعهداتو پر دوام ټينګار وکړ او د حالاتو د څيړنې په موخه يې د دومداره اړيکو ساتل مهم وبلل. همدارنګه له ترهګرۍ سره مبارزه او د افغان دولت په مشرۍ د سولې پر بهیر دوه اړخیز بحثونه وشول.

د امریکا او افغانستان د ملي امنیت سلاکارانو د سیمې پر روان سیاسي او امنیتي حالت هم خبرې وکړې او له ترهګرۍ سره دمبارزې په برخه کې یې د سیمې د هیوادونو د همکاریو پر پراختیا خپل نظرونه تبادله کړل.

د ویدویو کنفرانس په جریان کې دواړو لورو د افغانستان او جنوبي آسیا له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ستراتیژۍ پر بیلابیلو اړخونو خبرې کړې او په سیمې کې یې د هغې د تطبیق او لاسته رواړونو په اړه د پام وړ بحثونه درلودل.

د دې ترڅنګ دواړو لور د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د همکاریو د میثاق تطبیق او په دې برخه کې پرمختګونو وڅیړل او د چارو د چټکتیا او سمون په موخه یې لازم تصمیمونه ونیول.


د مطلب کود: 164537

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164537/د-افغانستان-او-امريکا-ملي-امنيت-سلاکارانو-سيمې-پر-سياسي-امنيتي-حالت-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com