دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۵
د مطلب کود : 164538
که میاشت کې یو ځل شات وخورئ، هیڅکله به په سرطان اخته نه شئ


شات د هغو خوړو له ډلې دي، چې د بدن مختلفو برخو ته ګټه لري. همدارنګه شات په بیلابیلو نومونو یادیږي څوک ورته شات، څوک ګبین او څوک عسل هم وايي. یعنې هره ژبه کې خپل نوم لري.
د اسلام ستر لارښود حضرت محمد (ص) فرمایلي چې په جنت کې به د غوره او خالصو شاتو ویالې روانې وي. په بل حدیث شریف کې راغلي (ستاسو لپاره د شفاء دوه شیان دي، يو شات او بل قرآن.
دلته موږ درته د ګبینو ځیني ګټې وايو، راسره اوسئ:
۱- لږ تر لږه میاشت کې درې ځلې شات وخورئ
څیړنو ښودلې هر هغه څوك چې هره مياشت درې ځلې سهار ګبين وخوري، نو هېڅکله به د سرطان په ګډون په نورو لويو ناروغیو اخته نه شي.
۲- شات معده سالمه ساتي
ګبین د معدې او سينې تيزابيت له منځه وړي، معده قوي کوي، د کولمو پالنه کوي، د اسهال ناروغي ښه کوي او که د ګلابو له اوبو سره یو ځای وڅښل شي زياتې ګټې لري.
۳- شات ميکروبونه وژني
ګبين د بدن غوټې پرانيزي فضله او خراب مواد اوباسي، بدن مينځي. همدا رنګه کولمې پاکوي. د بدن ميکروبونه له منځه وړلو او ترڅنګ د خواړو زهرجن مواد هم له منځه وړي.
۴- شات د ټوخي ناروغي ښه کوي
که د ادرك اوبه له شاتو سره یو ځای شي د ټوخي لپاره ډېره ګټه رسوي
او یاهم که چیرې ۲ دانې لونګ ميده شي او له يوې قاشقه شات سره ګډ شي او د ټوخي پر مهال وخوړل شي، نو یاده ناروغي ښه کوي.
۵- شات د بدن د اړتیاوړ مواد پوره کوي
په ګبين کې هغه ټول ګتور عناصر او وېټامينونه شته چې بدن ورته اړتيا لري. د شاتو په خوړلو سره بدن انرژي پیدا کوي او ناروغیو مخه نیسي.
۶- شات د غاښونو درد ښه کوي
ګبین د غاښونو او ووريو د ميکروبونو په ختمولو او خوندي ساتلو کې مهم رول لري. که چیرې د غاښ درد په وخت کې بادام، ګبين او سرکه سره ګډ کړئ او پر هغه غاښ ووهل شي، کوم چې درد لري، درد به یې ډیر زر ښه شي.
۷- شات د ماشوم ضايع کیدو مخه نیسي
روغتیاپالان وايي هغه میرمنې چې حامله دي، ورته په کار ده چې له شاتو نه ډیره ګټه واخلي. څیړونو موندلې شات هغه وايرس له منځه وړي کوم چې د مور په خېټه کې ماشوم ضايع کوي. همدا رنګه شات د ماشوم په وده کې هم رغنده رول لري.
https://avapress.com/vdcc10qs42bqep8.5ja2.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته