کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسرائیلي اشغالګرو پر غزې هوايي بریدونه پيل کړي

9 جوزا 1397 ساعت 19:29

د اسرائیلو جنګي الوتکو نن ماسپښين پر غزې یوشمېر هوايي بریدونه ترسره کړي چې د مرګ ژوبلې راپور يې نه دی ورکړل شوی.



د فلسطین خبري اژانس وايي، الوتکو د سرایا القدس اړوند د فجر، عرفات او براق مرکزونه ويشتلي چې ورانی يې رامنځ ته کړی دی.
جنګي او بې پيلوټه الوتکې پر غزې ګرځي او د اسلامي جهاد او حماس مرکزونه په نښه کوي.
الوتکو د القسام اړوند د بدر مرکز په څو توغندیو ويشتلی او د غزې ښار په جنوب کې يې یو بل هدف په نښه کړی دی.
نن سهار هم اسرائيلي اشغالګرو پر غزې د هو او ځمکې له لارې ګڼ بریدونه ترسره کړل.
دا بريدونه وروسته تر هغه پیل شول چې نن سهار فلسطيني مقاومت لسګونه توغندي غزې ته نژدې پر يهودي مېشت ځایونو وويشتل چې سیمه کې يې سخته وېره خپره کړه.
د اسرائیلو لومړي او دفاع وزیرانو دې توغنديزو بریدونو ته د کلک ځواب ورکولو ګواښ کړی دی.
د فلسطین جهادي مقاومت وايي، توغنديز بریدونه یې د اسرائیلو د وروستیو تېریو په ځواب کې ترسره کړي دي.
اشغالګرو په تېرو دوو ورځو کې د حماس او اسلامي جهاد ۴ تنه غړي شهیدان کړل چې دې دواړو ډلو يې د غچ اخيستلو ګواښ وکړ او نن سهار يې اسرائیل په نښه کړل.

 


د مطلب کود: 164540

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164540/اسرائیلي-اشغالګرو-پر-غزې-هوايي-بریدونه-پيل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com