دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۳
د مطلب کود : 164541
کندهار شاه ولی کوټ کې امنیتی ځواکونو عملیات کړي
کندهار کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوی دی.

د کندهار د ملي امنیت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي چې ياد وسله‌وال د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې تېره شپه د شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ د کجور په سيمه کې وژل شوي دي.
سرچينه وایي، په دغو عملياتو کي ۸ شکمن کسان هم نيول شوي چې اوس ورڅخه پلټنې روانې دي.
په عملياتو کې د ځانګړو ځواکونو د زيان يادونه نه‌ده شوې، خو د وسله‌والو طالبانو د نقليه وسايطو، وسلو او هستوګن‌ځايونو د تخريب ادعا شوې ده.
د دولت وسله‌والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.
https://avapress.com/vdcgtt9qqak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته