دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 164556
داخله وزارت باندی انتحاری مهاجمانو برید د امریکایی نظامیانو زرهی وسایطو او اسلحو څخه په ګټه اخیستنه
ځینی تصویرونه د داخلی وزارت ساختمان ته نږدی انتحاری برید سیمې څخه خپور شوی چی هغوی د امریکایی نظامیانو اسلحو او لباس او موټرو څخه ګټه اخیستی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نجیب دانش، د داخله وزارت ویاند تیره ورځ په یو خبری ناسته کې وویل چی انتحاری کوونکې، خپل موټرونه د بین المللی ځواکونو موټرونو په شان جوړ کړی وو.
دانش زیاته کړه چی انتحاری کوونکو شمیر ۸ تنه وو چی یو یی په لمړۍ قرارګاه کې ځانته چاودنه ورکړه او نور اووه تنه یی د امنیتی ځواکونو ډزو سره ووژل شو.
د پیښی په سیمه کې همدارنګه د داعش تروریستی ډلی یو بیرق هم پرځای پاته دی.
داعش تروریستی ډله ددی پیښی مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.
د امریکایی نظامیانو زرهی موټرونو او اسلحو او لباسو څخه ګټه اخیستنه د ډیرو خلګو لپاره پوښتنې رامنځته کړی دی. دا چی څنګه دا وسایل د داعشی تروریستانو اختیار کې قرار نیولی دی او کوم حلقات ددی پیښی ترشا قرار لری؟
دا په داسی حال کې دی چی امریکا ډیر ځلی د جریانونو او حتی د پخوانی ولسمشر له لوری د داعش څخه په ملاتړ تورن شوی دی.
 
https://avapress.com/vdccp0qse2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته