دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 164561
د پکتيا په ولایت کی ۲۷ تنه وسله والو طالبان وژل شوی
ویل کیژی، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په پکتیا کې د حقاني شبکې د لوړ پوړو غړو په ګډون ۲۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ملي امنیت ریاست نن ورځ نه  خبر شوی په خبرپاڼه کې ویلی دی، د ملي امنیت ځواکونو په یاد ولایت کې د حقاني شبکې د لوړ پوړو غړو په ګډون ۲۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینی زیاتوی، یاد ځواکونو په دغه عملیاتو کې د حقاني شبکې ۱۶ مهم قوماندانان وژلي او ۱۱ نور وسله وال ټپیان شوي دي.
د ملی امنیت خبر پانه څرګندویی، د حقاني شبکې یاد غړي په یوه سیمه کې راټول شوي و چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو یې پر وړاندې عملیات وکړل.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdciq5azzt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته