دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 164564
جنرال نیکلسن: داخله وزارت باندی برید حقانی شبکې ترسره کړي
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وایي چې په کابل کې پرونۍ حمله حقاني شبکې ترسره کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت پر ودانۍ د چهارشنبې په ورځ په حمله کې اته برید کوونکي ووژل شول.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، په دې حمله کې شپږ پولیس ټپيان شوي دي.
داعش د دې حملې مسؤلیت ومانه، خو جنرال نیکلسن له کابله په واشنګټن کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل چې له ورته تاکتیک څخه پخوا هم حقاني شبکې استفاده کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcb0ab8arhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته