دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 164565
کومانډو ځواکونو د طالبانو له زندان څخه د مېرمنو په ګډون ۱۰۵ زندانیان خوشې کړي
په هلمند ولایت کې ځایي چارواکي وایي، افغان کمانډو ځواکونو کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان څخه د پنځه مېرمنو په ګډون ۱۰۵ تنه زندانیان خوشې کړي.
د هلمند ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تېره شپه د اووم کنډک کمانډو ځواکونو د کجکي ولسوالۍ سور کارېز او دې بابا سیمو کې د وسله والو طالبانو پر زندانونو چاپې وهلې دي، چې په ترڅ کې يې د پنځو مېرمنو په ګډون ۱۰۵ تنه زندانیان د هغوی له بند څخه ازاد کړې دي، چې په راخوشې شویو کسانو کې تر ډېره سپین ږري او عمر خوړلي کسان هم شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې پدې عملیاتو کې د دښمن ۴ تنه وژل شوي او یو تن نیول شوی همدارنګه ۱۰ عرادې موټرسایکلونه، ۱۰ کړۍ بوشکيي ماینونه او ګڼ شمېر وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce0qsp2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته