دا تفاهم لیک تېره ورځ د سوېس په ژینو ښار کې د کارګرانو د ۷۰یم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزیر فیضالله ذکي او د متحده عربي اماراتو د بشري منابعو د وزیر ناصر بن ثاني الحملي ترمنځ لاسلیک شو.
د دغه تفاهملیک له مخې په متحده عربي اماراتو کې افغان کارګرانو ته دايمي قراردادونه، د کارګرانو د جذب په برخه کې د خصوصي شرکتونو پاملرنې او په قراردادونو کې شفافیت ته قانوني زمینې برابرېږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیضالله ذکي وايي، دغه تفاهملیک د افغان کارګرانو په اقتصادي وضعیت مثبت اغېز لري.
د ښاغلي ذکي په وینا، متحده عربي امارات د بهرنیو کارګرانو په اړه ځانګړې پاملرنه لري او ژمنهيې کړې چې لهدې وروسته به په مسلکي او تخنیکي برخه کې د افغان کارګرانو جذب ته زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې پهدې سره ډېر شمېر بېروزګاره ځوانانو ته به له هېواده بهر د کار زمینه برابره شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)