کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کوماندو ځواکونه د تخار دشت قلعه ولسوالی بیرته ونیوله/ دفاع وزارت: طالبان ۵ تنه ښځینه نرس په شهادت ورسوله

11 جوزا 1397 ساعت 10:18

په داسی حال کې چی تیره ورځ په تخار ولایت کې سیمه ایز چارواکې د دشت قلعه ولسوالی د سقوط څخه خبر ورکړی وو، د ملی دفاع وزارت وایی چی کوماندو ځواکونه او ملی اردو ځواکونه طالبان ددی ولسوالی څخه ایستلی دی، خو دا وزارت په دی ولسوالی کې د طالبانو جنایتونو څخه خبری کوی.



د آوا په ګزارش سره، د دشت قلعه ولسوالی سقوط نه یو ورځی وروسته، د دفاع وزارت د یو خبر په خپرولو سره وویل: کماندو او ملی اردو ځواکونه، تروریستان ددی ولسوالی څخه وایستله.
خو دفاع وزارت د طالبانو بی رحمه جنایتونو څخه په دی ولسوالی کې خبری کوی.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلی دی چی ددی ولسوالی تصفیه او تلاشی وروسته دا معلومه شوه چی طالبان قسی القلب یوځل بیا د تخار ولایت شریف خلګو باندی رحم نه دی کړی او خلګ وژلی دی، کورونه او دوکانونه خراب کړی او د دشت قلعه ولسوالی په کلینیک کې جنایت ترسره کړي دی.
ددی خبرپاڼې په ادامه کې راغلی دی چی طالبانو د کلینیک داکتران او نرسان چی صحی مرستو باندی مصروفه وو، په ډزو په شهادت رسولی او ۵ تنه ښځینه نرسان ددی کلینیک څخه په شهادت رسول شوی ده.
ددی مخکې هم ګزارش خپور شوی وو چی غزنی ولایت اجرستان ولسوالی باندی د طالبانو برید په ترڅ کې، دا ډله د ملی پولیس او سیمه ایز پولیسو اړوند ۱۲۰ کوره لمړۍ چور کړي او وروسته په اور سوځولی دی.
 
 


د مطلب کود: 164623

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164623/کوماندو-ځواکونه-د-تخار-دشت-قلعه-ولسوالی-بیرته-ونیوله-دفاع-وزارت-طالبان-۵-تنه-ښځینه-نرس-په-شهادت-ورسوله

آوا
  https://www.avapress.com