دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 164624
د جغتو اوسیدونکې نه طالب دی او نه طالبانو ملاتړ کوونکې
د غزنی والی وایی چی د جغتو ولسوالی اوسیدونکې نه طالب دی او نه هم طالب څخه ملاتړ کوی بلکه دا ولسوالی د ګواښ ولسوالیو څخه یو ولسوالی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، تیره ورځ پنجشنبه د جغتو ولسوالی ځینی اوسیدونکې د غزنی والی سره په لیدنه کې یو مسکونی کور باندی د هاوان لګیدو له امله د دوه تنه ملکی کسانو وژل کیدو او ټپی کیدو قضیه څیړل کیدو غوښتونکې شوی دی.
همدارنګه ددی ولسوالی اوسیدونکې ددی ولسوالی امنیت تامین لپاره جدی اقداماتو غوښتونکې شوی دی.
کریم متین؛ د غزنی والی ددی ولسوالی اوسیدونکو غوښتنو پرځای بللو سربیره د هوان پیښی د څیړلو وعده ورکړ.
همدارنګه د غزنی والی په دی لیدنه کې وویل چی د جغتو خلګ نه طالب دی او نه هم د طالبانو ملاتړ کوونکې، بلکه دا ولسوالی د خوګیانی، رشیدان او واغظ ولسوالیو سره نږدی ولسوالیو څخه دی چی تر ګواښ لاندی دی او باید په دی ولسوالی کې د طالبانو د ټکولو لپاره عملی اقدام ترلاس لاندی ونیول شی.
ددی لیدنې په جریان کې فرید مشعل، د غزنی پولیسو قومانده هم حضور درلود او د جغتو ولسوالی امنیت تامین لپاره جدی اقداماتو وعده ورکړه او ددی ولسوالی خلګو څخه هم وغوښته چی د ولسوالی امنیت ټینګښت لپاره دولت سره همکاری وکړی او خپل ځوانان د امنیتی ځواکونو په صفونو کې شامل کړی.
 
https://avapress.com/vdcir5az5t1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته