کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې داعش مهم پټنځای باندی هوایی برید

11 جوزا 1397 ساعت 10:32

د ننګرهار په هسکې مینې ولسوالی تیره شپه خارجی ځواکونو هوایی بریدونه ترسره کړي چی په ترڅ کې ۱۷ تنه داعش وسله وال وژل شوی دی.


 

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د داعشیانو په وړاندې تازه هوایي بریدونه د وړمه شپه ترسره شوي.
سرچینه زیاتوي «د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د جیټ الوتکې په هوایي برید کې چې تېره شپه د داعشیانو پر مهم پټنځای یې ترسره کړ، په ترڅ کې یې اوولس داعشیان ووژل شول او د دوی وسلې او مهمات هم تخریب شول .»
د دولت ضد وسله والې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د داعشیانو په وړاندې د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.


د مطلب کود: 164626

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164626/ننګرهار-کې-داعش-مهم-پټنځای-باندی-هوایی-برید

آوا
  https://www.avapress.com