دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۹
د مطلب کود : 164643
ننګرهار کې توپچی بریدونو له امله ۹ تنه داعشیان وژل شوي
ننګرهار هسکه مینه ولسوالی کې توپچی بریدونو په ترڅ کې د داعش ډلې ۹ تنه غړۍ وژل شوی دی او څلور مرکزونه یی هم له منځه وړل شوی دی.

د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د هسکې مینې ولسوالۍ په ګورګورۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو د توپچي بریدونو په ترڅ کې د داعش ډلې د مولوي حکیم الله ۹ غړي ووژل شول او د دوی څلور مرکزونه په بشپړ ډول تخریب شول .
سرچینه زیاتوی، چې د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مګړۍ د داعش ځپلو په موخه عملیات جریان لري .
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په وړاندې پوځي عملیات دوام لري.
د ننګرهار ولایت مقام پرون وویل، چې د امریکایي ځواکونو له خوا د هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعش ۱۷ غړي د هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوي.
 
https://avapress.com/vdcjxxevtuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته