دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۳
د مطلب کود : 164696
ننګرهار هسکه مېنې ولسوالۍ کې ۱۷ تنه داعش وسله وال وژل شوی
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د ۱۷ داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا کسان د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هوایي او ځمکني عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، په دې عملیاتو کې یو ملکي کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي چې یوه مېرمن او څلور ماشومان دي.
د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر زیاتوي چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر ضد عملیات دوام لري او ددغې ولسوالۍ ډېرې برخې له دې ډلې تصفیه شوي دي.
https://avapress.com/vdchwknz-23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته