کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناصر الملک، د پاکستان موقت لمړۍ وزیر شو

13 جوزا 1397 ساعت 12:17

ناصر الملک؛ د پاکستان پخوانۍ قاضی القضات د شاهد خاقان عباسی استعفا وروسته، تیره جمعه ورځ(جوزا ۱۱) د پاکستان موقت لمړۍ وزیر په حیث وټاکل شو.



د آوا په ګزارش سره، د شاهد خاقان عباسی په رهبری د حکومت نیټه پای ته ورسیده او وروسته ددی چی هغه استعفا ورکړه، ممنون حسین؛ د پاکستان ولسمشر ددی هیواد نمایندګانو مجلس منحل اعلان کړ.
ناصر الملک چی په پاکستان کې د دموکراتیک نهادونو څخه دفاع کوونکی په حیث معروف دی، د اسد میاشت دریم نیټې پوری چی قرار دی په دی هیواد کې سرتاسری ټاکنې ترسره شی، د پاکستان لمړۍ وزیر په حیث ټاکل شوی دی.
ښاغلی عباسی، د نواز شریف سلب صلاحیت کیدو وروسته د پاکستان عالی محکمه له لوری په ۲۰۱۷ کال کې، د چارو ریاست په لاس واخیسته.
د ښاغلی شریف سلب صلاحیت موضوع په ۲۰۱۶ کال کې ددی وروسته مطرح شو چی د هغه، لور او دوه زامن ملکیت څخه په لندن کې د پاناما اسناد په نامه ګزارش څخه پرده پورته شوه؛ هغه شته منی چی ښاغلی شریف او هغه کورنۍ غړۍ د خلګو څخه پټ او مخفی ساتلی وو.
 


د مطلب کود: 164709

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164709/ناصر-الملک-د-پاکستان-موقت-لمړۍ-وزیر-شو

آوا
  https://www.avapress.com