تخار ولایت خواجه غار ولسوالی کې د پوځی عملیاتو په ترڅ کې نږدی ۱۴ تنه وسله والو ته مرګژوبله اوښتي ده.
تخار ولایت کې پوځی عملیاتو کې ۱۴ تنه وسله والو ته مرګژوبله اوښتي
13 جوزا 1397 ساعت 12:19
تخار ولایت خواجه غار ولسوالی کې د پوځی عملیاتو په ترڅ کې نږدی ۱۴ تنه وسله والو ته مرګژوبله اوښتي ده.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د طالبانو پر وړاندې عملیات د طوفان-۱۰ عملیاتو په چوکاټ کې ترسره شوي.
سرچینه زیاتوې، چې امنیتي ځواکونو د توپچي او هوایي بریدونو په مرسته د قفلاتون، منچقور او قروق سیمو کې د طالبانو پر مواضعو عملیاتو ترسره کړي.
د شاهین قول اردو په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ تنه وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
د شاهین قول اردو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د عملیاتو په ترڅ کې ۴ مشکوک کسان نیول شوی هم دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه دی اوښتې.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې د تخار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې له څو ورځو راهیسې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري.
د مطلب کود: 164711