کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند نوی والی: په هلمند کې وسله والو طالبانو فعالیت کمزوری شوي

13 جوزا 1397 ساعت 12:26

هلمند نوی والی تورن جنرال محمد یاسین وایی چی ددی ولایت موسی قلعه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو شمیر مشرانو باندی بریدونه ددی وسله والو فعالیت کمزوری کړي دی.



د هلمند نوي والي جنرال محمد یاسین وویل:"دې حملو پر سیمه زیات اغېز کړی دی. د دښمن مورال کمزوری شوی او په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د مخامخ مقاومت توان نه‎لري."
په افغانستان کې د امریکا ځواکونو تېره اوونۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د مې میاشتې په ۲۴مه نېټه يې د هلمند په موسی قلعه ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو پر یوه غونډه "دقیقې حملې" کړي دي.
په خبرپانه کې زیاته شوې وه چې په‎دې حملو کې ۵۰ تنه وسله‎وال وژل شوي چې د هلمند لپاره د وسله‎والو طالبانو له لوري د ټاکل شوي والي مرستیال، د یو شمېر ولسوالیو لپاره د هغوی ولسوالان او د کندهار، کندز، فراه، ارزګان د وسله‎والو د استخباراتو او عملیاتو مشران هم په‎کې وو.
خو قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله‎والو طالبانو ویاند معرفي کوي، تېره اوونۍ په یوه بیان کې ادعا وکړه چې حملې په موسی قلعه کې پر یوه عادي کور شوي او پینځه ملکي وګړي په‎کې وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 164713

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164713/هلمند-نوی-والی-په-کې-وسله-والو-طالبانو-فعالیت-کمزوری-شوي

آوا
  https://www.avapress.com