دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 164714
کرنې وزارت: فراه ولایت کې هندواڼو حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلي
د افغانستان کرنې وزارت وایی چی روان کال کې د فراه په ولایت کې د هندواڼو په حاصلاتو کې نږدی ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وویل چې په روان کال کې په فراه ولایت کې په ۱۹ زره هکتاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي چې له هر هکتاره یې ۳۷ ټنه هندواڼې حاصل تر لاسه کېږي.
د نوموړي په خبره، په روان کال کې په نوموړي ولایت کې د هندواڼو د حاصلاتو کچه ۷۰۰ زره ټنه وړاندوینه شوې چې ډېری حاصلات به د فراه له مرکز، پشت رود، خاک سفید او بکواه ولسوالیو څخه وي.
تېرکال په دغه ولایت کې په ۱۶ هکتاره ځکمه کې هندواڼې کرل شوې وې چې له هر هکتاره ۳۴ تڼه حاصلات تر لاسه شول.
https://avapress.com/vdciz5az5t1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته