دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 164722
یونیسف: جګړې ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم کړي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق " یونیسف"وايي، په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې جګړو درې اشاریه اووه ملیونه ماشومان چې عمرونه یې د اوو کلونو نه تر ۱۷ کلونو پورې دي، ښوونځيو ته له تګ محروم کړي دي.
د یونیسف راپور نن د یکشنبې په ورځ ( غبرګولی دولسمه) د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي او په کابل کې د یونیسف د دفتر مشرې ادیلي خیدر له خوا په یو ګډ خبري کنفرانس کې رسنیو سره شریک شو.
په دې راپو کې راغلي، چې د وروستیو کلونو جګړو، د لوږې زیاتېدو او تعصب له امله د ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۱۶ کاله پورې د ښوونې په برخه کې لاسته راوړنې له منځه وړي دي.
دا راپور وایي، له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې اوس مهال په افغانستان کې تر ټولو زیات ماشومان له زده کړو محروم کړای شوي دي.

په ښوونځیو کې له زده کړود ۳.۷ میلیونو محرومو شوو ماشومانو شپېته فیصده یې انجونې دي.
کندهار، هلمند، وردګ، پکتیکا، زابل او ارزګان هغه ولایتونه دي، چې ۸۵ په سلو کې انجونې په کې ښوونځيو ته نه ځي.

د یونیسف د راپور په اساس د انجونو وختي ودونه یو له هغو لاملونو دي، چې ښوونځیو ته یې د انجونو د ورتګ مخه ډب کړې ده.
د دې ترڅنګ د ښځینه معلمینو نشتون، د ښوونځي ناسم امکانات او ناامنۍ هغه څه دي، چې په ناامنو سیمو کې یې د انجونو د ښوونځیو مخه نېولې ده.
د افغانستان د پوهنې د وزارت سرپرست میرویس بلخي په دغه راپور کې شمیرنې د اندیښنې وړ وبللې او په ښووتځیو کې له زده کړو په دومره زیات شمیر د ماشومانو محرومیدل یې د افغانستان د راتلونکي لپاره خطرناک وګڼل.
ښاغلي بلخي وویل، چې دا راپور افغان حکومت دې ته اړ باسي، چې ښوونځیو ته د ماشومانو د ستنولو په برخه کې ډیر کار وکړي.
په کابل کې د کاناډا سفیر فرانسکویس ریوسټ، چې په دغه خبري کنفرانس کې حاضر وو، ویل، چې دا راپور افغان حکومت ته یوه ښه موقع په لاس ورکوي، ترڅو ښوونځیو ته د هغو ماشومانو د ستنولو لپاره خپلې هڅې لا کړندۍ کړي، چې اوس مهال په ښوونځیو کې له زده کړو محروم دي.

راپور کې په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې د یو مثبت اړخ یادونه هم شوې او ویل شوي، چې ۸۵ په سلو کې انجونو او هلکانو په ابتدائيه ښوونځیو کې خپلې زده کړې بشپړې کړي دي.

د سږ کال د می په میاشت کې د افغانستان د خلکو د ژوندانه د حالت په اړه یوه شوې سروې ښيي، چې په افغانستان کې په ځوانانو کې د زده کړو کچه په تېرو دوو لسیزو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

ددې سروې له مخې د ۱۵ کلنۍ نه تر ۲۴ کلنۍ پورې په ځوانانو کې د زده کړو کچه په ۲۰۰۵ کال کې له یو دېرش سلنې څخه په ۲۰۱۷ کال کې ۵۴ سلنې ته لوړه شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiknzi23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته