کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې داعش پر یوه مرکز باندی هوایی برید

13 جوزا 1397 ساعت 16:27

د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې د داعشیانو پر یوه مرکز د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۹ تنه وسله وال وژل شوي.



د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ ګورګورۍ سیمه کې تېره شپه د داعش وسله والو پر مرکز هوايي بريد شوی، چې په ترڅ کې يې نهه داعش وسله وال وژل شوي او د دوی مرکز لمنځه وړل شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې په ياد مرکز کې د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم لمنځه وړل شوي.
په هسکې مینې ولسوالی کې د داعش پر مرکز هوایي برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې د یاد ډلې او نورو وسله والو په وړاندې د ننګرهار ولایت په لرو پرتو سیمو کې پوځی عملیات دوام لري.
د ننګرهار ولایت مقام پرون وویل چې د هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې د داعش ۱۷ غړي وژل شوي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 164729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164729/په-ننګرهار-کې-داعش-پر-یوه-مرکز-باندی-هوایی-برید

آوا
  https://www.avapress.com