کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان نظامی چارواکو سره طالبانو ارشد مشرانو لیدنې تایید شو

14 جوزا 1397 ساعت 9:15

د شاهین ۲۰۹ قول اردو چارواکې تایی کړی دی چی په تیرو ورځو کې، طالبانو ډلې مشرتابه د ملاهبت الله په شمول د سراج الدین حقانی او ملا یعقوب، د هغه معاونینو سره یو ځای د پاکستانی نظامیانو سره لیدنه کړي دی.



 
دولتی چارواکې دا منی چی د تیرو ورځو په جریان کې، د طالبانو مشر او هغه معاونین د پاکستانی نظامی چارواکو رسمی دعوت په اساس د هغوی سره لیدنه کړي دی.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو په فیسبوک پاڼه کې راغلی دی چی په تیرو ورځو کې، د طالبانو ډلې مشرتابه د ملا هبت الله په شمول د سراج الدین حقانی او ملا یعقوب هغه معاونین سره یوځای د پاکستانی نظامی چارواکو سره لیدنه ترسره کړی دی.
ددی ګزارش په اساس، دا لیدنه د پاکستان کراچی په ښار کې ترسره شوی دی او په هغه ځای کې پاکستانی نظامی چارواکې طالبانو ته تازه دستورونه ورکړی دی.
د هیواد په شمال کې چارواکې وایلی چی پاکستان نظامی چارواکې طالبانو ته امر کړی دی ترڅو د افغانستان نظامیانو په وړاندی چاودنو او انتحاریو ته پراختیا ورکړی.
چارواکې د پاکستانی نظامیانو دا دستور مقصد دا بولی چی د افغان دولتی ځواکونو په مصروفولو سره پاکستان وکولای شی د افغاسنتان سره خپل مرز حصارکشیو ته بیله کوم مشکل ادامه ورکړی.
له بل لوری هیواد نظامی چارواکې هم ټینګار کړی دی چی د افغانستان دفاعی او امنیتی ځواکونه به د پاکستان او طالبانو ټولو تصامیمو مخه ونیسی.
د یادولو وړ دی چی مخکې رحمت الله نبیل، د هیواد ملی امنیت پخوانۍ مشر هم ویلی وو چی طالبانو بهاری بریدونه په پاکستان کې طرحه ریزی کیږی.
 
 
 


د مطلب کود: 164738

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164738/پاکستان-نظامی-چارواکو-سره-طالبانو-ارشد-مشرانو-لیدنې-تایید-شو

آوا
  https://www.avapress.com