دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 164740
غزنی پولیسو قوماندان: د خلګو تذکرو راجستر نه کیدلو په صورت کې به هغوی کارونه په سیمه ایز اداراتو کې نه ترسره کیږی
د غزنی پولیسو قوماندان ددی ولایت اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی دی چی خپل تذکری راجستر کړی که نه نو هغوی کارونه به په سیمه ایز اداراتو کې نه ترسره کیږی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فرید احمد مشعل، د غزنی پولیسو قوماندان تیره ورځ یک شنبه د جوزا په ۱۳ نیټه د یو اعلامیه په خپرولو سره د غزنی اوسیدونکې څخه غوښتۍ چی د ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړی.
هغه زیاته کړه: هغه کسان چی تر دوو راتلونکې ورځو پوری نوم لیکنه ونه کړی هغوی ته خبرداری ورکول کیږی چی امنیتی ځواکونه به د هغوی کارونو ترسره کیدو مخه په نظامی او ملکی اداراتو کې ونیسی.
دا په داسی حال کې چی په غزنی کې د ټاکنو کمیسیون ولایتی دفتر د یو میاشت راهیسی د معترضینو له لوری تړل شوی او اخیرو ورځو کې د غزنی په مرکز کې د رای ورکولو لپاره نوم لیکنې څو مرکزونه د نوم لیکنې موادو خلاصیدو له امله بند شوی دی.
همدارنګه د ولایتی دفتر بند پاته کیدو له امله، تراوسه ټاکنو مواد د غزنی هیڅ ولسوالی ته نه دی رسیدلی او نوم لیکنه نه دی شروع شوی.
په دی حال کې ناظر حسین نبی زاده، په غزنی کې ټاکنو کمیسیون ولایتی دفتر سرپرست د غزنی پولیسو قوماندی خبرداری اړوند ویلی چی شاید امنیه قوماندان هیڅ خبر ونه لری چی ددی مرکزونو په لاره کې کوم مشکلات شتون لری او دا متاسفانه یو شعار شوی دی چی هر یو چی نوی راشی یو نوی خبره کوی.
ښاغلی نبی زاده وویل: دومره مواد د نوم لیکنې لپاره نه دی باقی چی په دوو ورځو کې ټول خلګ نوم لیکنه وکولای شی.
هغه د پولیسو قوماندی او امنیتی ځواکونو څخه وغوښت ترڅو د غزنی مرکزی دفتر خلاصیدو په برخه کې تصمیم واخلی ترڅو خلګ نوم لیکنه وکړی.
 
https://avapress.com/vdchkknzv23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته