دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 164741
په ننګرهار کې داعش دری ماشومان وژلي
د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې د داعشیانو له خوا ځای پر ځای شوي ماین ۳ میان وژلی.

د ننګرهار ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ شيرالله کلا سيمه کې د یکشبنې په ورځ شاوخوا لس بجې د داعش وسله والو له لوري د ځای پر شوي ماين په چاودنه کې درې ماشومان شهیدان شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې دغه ماين د داعش وسله والو له لوري په عمومي لاره کې ځای پر ځای شوی و، چې د ماشومانو په ورتګ سره يې چاودنه کړې.
د ولایت مقام په وینا، په پېښه کې درې ماشومان، چې عمرونه يې د ۱۲ او ۱۳ کالونو ترمنځ دي شهيدان شوي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د ننګرهار ولایت په هسکې مینې ولسوالی کې د داعش په ضد عملیات دوام لري.
 
https://avapress.com/vdci55azzt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته