دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 164743
افغانستان کرکټ لوبه کې بنګله دیش ته ماته ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د دوو اړخیزو شل اوریزو سیالیو په لړ کې نن بنګله دیش ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه بنګه دیش وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغانستان د ۸  لوبغاړو په سوځېدو بنګله دیش ته ۱۶۸منډې هدف وټاکه او محمد شهزاد د ۴۰ منډو په جوړولو تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.
پر نوموړي سربېره شمیع الله شینواري ۳۶، عثمان غني ۲۶، اصغر ستانکزي ۲۵، شفیق الله ۲۴، راشد خان ۶، او نجیب الله ۲ منډې جوړې کړې.
ورپسې بنګله دیش لوبغاړو لوبه پیل کړه چې دټولو لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۱۲۲ منډې جوړې کړای شوې او په دې توګه افغانستان د ۴۵ منډو په توپیر دا سیالي وګټله.
د بنګله دیش درې لوبغاړي شاهپور ځدران، درې لوبغاړي راشد خان، دوه لوبغاړي محمد نبي او دوه لوبغاړي مجیب الرحمن او کریم جنت وسوځول.
راشد خان چې ښه لوبه‌یې وکړه، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نومړی د درېیو اوورنو او ۱۳ منډو په بدل کې درې ویکټې ترلاسه کړې.
 
https://avapress.com/vdcayyn6e49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته