دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 164747
افغانستان دفاع وزارت: پاکستان کې ترهګریز بریدونه هغوی روزل شویو له لوری ترسره کیږی
افغانستان دفاع وزارت ویلی دی چی پاکستانی کې ځینی بریدونه د هغوی روزل شویو ترهګرو له لوری ترسره کیږی.

د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش پرون شپه دا خبره وروسته له هغه ازادي راډیو ته وکړه چې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر «ای.اېس.پي. ار» وویل، له افغانستانه ور اوښتو ترهګرو په پوله ساتو ځواکونو بریدونه کړي دي او پنځه سرتېري یې ټپيان کړي دي.
«ای.اېس.پي. ار» ویلي، دا ترهګر د خېبرپښتونخوا او د بلوچستان په قمرالدین کاریز کې د افغانستان له هغو سیمو ور اوښتي چې دولتي حاکمیت په کې کمزوری دی.
خو جنرال رادمنش وویل، د پاکستان استخباراتي کړۍ د دې ډول پېښو مسؤل دي.
هغه وویل، د افغانستان په خاوره کې ترهګر ځالې نه لري او افغان پوځیان یې مدام د ځپلو هڅه کوي.
پاکستان په داسې حال کې د وروستیو بریدونو مسؤلیت د هغو ډلو بللې چې د دوی په خبره له افغانستان ور اوښتي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیت او سولې په سر په لویه کچه خبرې شوي دي.
 
https://avapress.com/vdceee8zfjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته