دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 164756
د جنرال دوستم زوی باتور دوستم د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شو
د ولمسشر لومړی مرستیال جنرال دوستم زوی باتور دوستم د وسله والو طالبانو له کمین څخه روغ وتلی دی.
په شمال جوزجان ولایت کې ځایي چارواکي وایي، پیښه پرون ناوخته د بلخ-جوزجان پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
باتور دوستم ته نژدې سرچینې تائید کړه، چې د طالبانو ډلمشر ملا جبار تر مشری لاندې وسله والو د اقچې ولسوالی په مربوطاتو کې د باتو دوستم د ګاډو پر قطار برید کړی.
سرچینې زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې   دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
د شبرغان ښار د ګارنیزیون مرستیال صمد رحماني تائید کړه چې د نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي او د یو شمېر وسلې امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د طالبانو په ګډون تر اوسه څه په دې اړه نه دي ویلي.
جوزجان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcene8zpjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته