کابل کې د دیني عالمانو په یوه لویه غونډه کې ځانمرګی برید وشو
د کابل د پولیسو قومندان داوود امین ویلي برید هغه مهال شوی چې دیني عالمان له غونډې نه د وتلو په حال کې و.
د ښاغلي امین په وینا دې پيښه کې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
بله خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي تر اوسه څلور ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
دغو دیني عالمانو نن کابل کې د افغانستان د روانې جګړې پر وړاندې د یوې فتوا صادرولو لپاره راغونډ شوي وي.
دیني عالمانو دې غونډه کې د افغانستان روانه جګړه ناروا او حرامه وبلله او له ترهګرو یې وغوښتل چې نور د ملکي وګړو له وژنې لاس واخلي.