په پلازمېنه کابل ښار کې د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې نن د غرمې پر مهال دوهمه چاودنه شوې ده.
په کابل ښار کې دوهمه چاودنه وشوه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 جوزا 1397 ساعت 14:26
په پلازمېنه کابل ښار کې د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې نن د غرمې پر مهال دوهمه چاودنه شوې ده.
د راپورونو له مخې، پیښه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اوند د کوټې سنګي په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې درې کسان ټپيان شوي.
امنیتي سرچینې وایي، پیښه د پولیسو په موټر کې د ځای پر ځای شوی مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې نن د غرمې مخکې د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته څېرمه د ځانمرګي برید په ترڅ کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند حشمت ستانکزي وایي، نن له غرمې مخکې کابو ۱۱:۳۰ د لویې جرګې خیمې دخولي دروازې ته څېرمه ځانمرګي برید شوی.
نوموړی زیاته کړه، چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس په غه برید کې د ۷ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
ستانکزي وایي، په وژل شویو کې د پولیس یوه سرتېري او همداشان په ټپیانو کې د پولیس سرتېري شامل دي.
د مطلب کود: 164776