دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۲
د مطلب کود : 164793
جنرال نیکولسن باید امریکایانو ته رښتینی حال ووایي


په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن چې په افغانستان کې له اوږدې مودې پوځي دندې ترسره کولو وروسته له خپلي دندې بدلیدونکی او له دې هیواده تلونکی دی،د می میاشتې په دیرشمه نیټه یې په امریکا کې یوه خبري کانفرانس ته د ټیلفون له لارې وویل چې د اشرف غني حکومت له طالبانو سره په پټو مذاکراتو بوخت دی او د پردې شاته له طالبانو سره به بیلابیلو سطحو خفیه لیدنې کتنې جریان لري.

د نیکولسن دغه بې اساسه ادعاء د امریکایي جنرالانو د هغو دروغجنو تبلیغاتو دوام دی چې همیشه یې خپل اولس ته د افغانستان د سیاسي او پوځي حالاتو په اړه غلط معلومات ورکړي دي. اسلامي امارت چې په خپل وخت یې د یوې توضیحي اعلامیې په صدور سره دنیکولسن دغه بې اساسه ادعا رد کړې ده، نوموړي جنرال ته مشوره ورکوي چې په موجودو حقائقو دې سترګې نه پټوي او نه دې هم د امریکا خلکو او  بیلابیلو ټولنیزو اقشارو ته د افغانستان په اړه دروغجن ډاډ ورکوي.

که نیکولسن غواړي چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده او له بن بست سره مخ جګړه پای ته ورسیږي او نورې په دې هیواد کې د امریکایانو وینې او منابع بلاهدفه ضائع نه شي، باید چې امریکا ته له ستنیدو سره سم  امریکایانو ته د نړۍ په دې بل مخ د پراته هیواد افغانستان په اړه صفا صفا حقائق بیان کړي او له ټولو ستونزو او جګړه ایزو ناخوالو یې خبر کړي.

نیکولسن باید په جګړه کې د دخیل شخص او عیني شاهد په توګه امریکایي چارواکي او عام خلک په دې خبر کړي، چې په افغانستان کې له اوولس کلنو جګړو او پوځي هڅو وروسته لا هم د امریکایي پوځ لپاره د بریا هیڅ څرک نه معلومیږي. د هیواد اویا فیصده اراضي د طالبانو تر واک لاندې ده، د طالبانو د بریا یو راز دا دی چې عام اولس یې د دیني او استقلال غوښتنې د داعیې ملاتړ کوي او په سر او مال ورسره ولاړ دي.

نیکولسن باید د یوه عیني شاهد په حیث امریکایانو ته دا هم ووایي چې د کابل د رژیم چارواکي چې امریکایانو ورباندې میلیاردونه ډالر مصرف کړي، لا هم د حکومتولۍ استعداد او لیاقت نلري. هغوی د افغانستان د خلکو د ګټو په ځای د خپلو شخصي شتمنیو د ډیرښت په فکر کې دي او یوازینۍ کارنامه یې د افغانانو په نوم د راغلیو پیسو لوټ تالان، د دولتي ځمکو غصب، د امنیتي ځواکونو له تدارکاتي موادو غلا او د شخصي جیبونو ډکول دي. تر دې چې د دې ناوړه کردار له امله دوی په عام اولس کې اعتبار له لاسه ورکړی او عام افغانان یې د ملي شتمنیو د لوټماراتو په توګه له شره خلاصیدل غواړي.

نیکولسن باید د امریکا د متحده ایالاتو تصمیم نیوونکي حلقات په دې پوه کړي، چې د افغانستان د معضلې د حل لاره له طالبانو سره مخامخ مذاکرات او یوه داسې توافق ته رسیدل دي چې د دواړو هیوادونو په ګټه وي. ځکه نور د دې وخت رارسیدلی چې د دې اوږدیدونکې جګړې په اړه صفا صفا حقائق وویل شي او له بې اساسه دعووو، ځان دوکه کولو او پوچو خوشباوریو اجتناب وشي.
https://avapress.com/vdcf1jdymw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته