دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۶
د مطلب کود : 164794
اسرائیلي الوتکو غزه کې ۱۵ اهداف ويشتلي
اسرائیلي اشغالګر پوځ ویلي، غزه کې يې د حماس اړوند ۱۵ اهداف ويشتلي چې د زیان په اړه يې راپور نه دی ورکړل شوی.


الوتکو تېره شپه او نن سهار دا بریدونه ترسره کړي دي.

اسرائیلي نيواکګرو ویلي، په بریدونو کې يې د حماس د سمندري ځواکونو اړوند مراکز هم په نښه کړي دي.

اسرائيل وايي، دا تازه بریدونه د هغه تاوتريخوالې پر وړاندې د غبرګون په توګه ترسره شوي چې د اونۍ په پای کې د غزې او اسرائیلو ترمنځ پوله کې رامنځ ته شو.

د نيواکګرو بیان کې ویل شوي، فلسطیني ځوانانو بمونه او چاودېدونکې توکې کارولي، امنیتي زېربناوو ته یې د زیان رسولو هڅه کړې او د غزې په شاوخوا یهودي مېشت ځایونو کې يې د سوځونکوکاغذ پرانونو او هغو بالونو په وسیله اورونه اچولي چې د سوځونې مواد ورسره وي.

د یو پر بل د بریدونو دا تازه پيښي په داسې مهال رامنځ ته شوي چې د جمعې په ورځ اسرائیلي اشغالګرو د غزې پر پوله د فلسطیني سوله ييزو لاريونوالو پر وړاندې له زوره کار واخيست او په ډزو يې یوه روغتیا پاله رزان النجار شهیده کړه او یوشمېر فلسطینیان یې ټپيان کړل.

پرون هم نیواکګرو په الخليل ښار کې یو فلسطینی په ډزو شهید کړ او د غزې پر پوله یې ۸ تنه فلسطینیان ژوبل کړل.

د اسرائیلي اشغالګرو د دې تازه بریدونو اړوند فلسطیني مقاومت تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې يې ويلي و چې د اسرائیلو یو برید به هم بې ځوابه پاته نشي.

څو ورځې وړاندې هم د اسرائيلو د تېریو په ځواب کې فلسطیني مقاومت تر ۸۰ پورې توغندي پر اسرائیلو وویشتل چې ډېری یې غزې ته په نژدې یهودي مېشت ځایونو کې ولګېدل.

یوه اسرائيلي چارواکي منلې چې د دوی د توغندیو ضد سيسټم د فلسطیني مقاومت د توغندیو په شنډولو کې پاته راغلی دی.
https://avapress.com/vdcgyt9qtak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته