کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

میرکل: اسرائیل امنیت لپاره منځني ختیځ کې ایران فعالیتونه یو ګواښ دی

15 جوزا 1397 ساعت 8:49

جرمنی ضدراعظمې میرکل ویلي چی د خپل اسرائیلی سیال سره په دی موافقه ده چی منځني ختیڅ کې ایران فعالیتونه د اسرائیل امنیت ته یو ګواښ دی.



انګلا مېرکل دا خبرې د دوشنبې په ورځ داسې مهال کړي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو اروپا ته خپل څلور ورځنی سفر پیل کړ.
د اسرائیل صدراعظم اروپا ته ځکه دا سفر پیل کړ، څو د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون کې د اصلاحاتو او هم له سوریې څخه د ایراني ځواکونو د ایستلو په اړه ملاتړ راټول کړي.
مېرمن مېرکل له خپل اسرائیلي سیال سره په یوې ګډې خبري غونډه کې دا ومنله چې په سیمه کې د ایران فعالیتونه د اسرائیل د امنیت لپاره د اندېښنې وړ دي.
هغې وویل:"موږ موافق یوو چې په سیمه کې د ایران د نفوذ پوښتنه د اندېښنې وړ ده، په ځانګړي ډول د اسرائیل د امنیت لپاره."
بنیامین نتانیاهو په پام کې لري چې په‎دې سفر کې د بریتانیا او فرانسې له مشرانو سره هم وګوري.
 


د مطلب کود: 164809

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164809/میرکل-اسرائیل-امنیت-لپاره-منځني-ختیځ-کې-ایران-فعالیتونه-یو-ګواښ-دی

آوا
  https://www.avapress.com