دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 164810
د ۱،۶ میلیارډ افغانیو په ارزښت نوي قراردادونه منظور شول
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ملي تداکراتو وروستي غونډې په ترڅ کې د ۱،۶ میلیارډ افغانیو په ارزښت د ۱۲ قراردونو هوکړې منظور شوي.
د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ملي تدارکاتو غونډه نن د غرمې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری جوړه شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د غونډې په ترڅ کې د مخکې جوړو ودانېزو توکو د نوې فابریکې لپاره د ۱۶ قلمه اومه موادو تدارک او د پروژې د تمویلونکي ( اسیايي پرمختیايي بانک) د نظر غوښتنې  په شرط د کابل ـ جلال اباد ۵۳کلیومتره دوراني سړک د ساتنې او مراقبت قراردادونه منظور شول.
 د ارګ ماڼی به وینا، د ملي تداکراتو کمېسیون د بېلابېلو ۱۲ قلمه کرنېزو افت‎ وژونکو پېرل، د عامې روغتیا وزارت د اړتیا وړ  ۱۱ قلمه خوراکي توکو تدارک او د برېښنایي تذکرې سیستم د قرارداد د بیې تعدیل قراردادونه هم منظور کړي دي.
ارګ ماڼی وایي، د امریکا متحدو ایالتونو د اوهایو پوهنتون او د فوایدعامې وزارت د ملي ساختماني لابراتوار د تجهیزاتو د قرارداد د بیې تعدیل او د کورنیو چارو وزارت د اعاشوي او سون توکو ۶ قراردادونه هم د غونډې په ترڅ کې منظور شول.
https://avapress.com/vdcfyjdyxw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته