کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عصمت الله معاویه او افغانستان جګړې په تړاو د رحمت الله نبیل تازه څرګندونې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 جوزا 1397 ساعت 10:14

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني رئیس رحمت الله نبیل وایي د تحریک طالبان پاکستان اړوند عصمت الله معاویه د ترهګرو ډلو په ملاتړ کې افغانستان ته جنګیالي استوي.


نوموړی په خپل ټویټر پاڼه کې د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې عصمت الله معاویه په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو ډلو مشری یې په غاړه لري.
ښاغلي نبیل وایي، معاویه د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان پوځ د استتخباراتو په مرسته د پنچاب ویهاري ولسوالی ته وتلی وو.
د ملي امنیت پخواني رئیس وایي، معاویه دا مهال بېرته شمالي وزیرستان ته ستون شوی دی او افغانستان او کشمیر ته یې ترهګرې استوي او د جهاد د تر نوم لاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د لمنځه وړلو په موخه د وژلو پلان جوړوي.
دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکي تل ادعا کړي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو چې په افغانستان کې بریدونه کوي ملاتړ کوي او پټنځي یې ورکړي خو پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او وايي دوی پخپله د ترهګرې قربانیان دي.
افغان چارواکي وایي، حقاني شبکې د طالبانو پورې تړلې ده، چې د پاکستان شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې فعالیت کوي او په افغانستان کې پر افغان ځواکونو او حکومت بریدونه کوي.
بلخوا د د پاکستان پوځ ویاند جنرال اصف غفور نن له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې ښایي د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې ځینې پاتې شونې شتون ولري، خو هغه ټینګار وکړ چې ترهګرې ډلې په منظمه توګه د پاکستان په خاوره کې فعالیت نه لري.
نومړی په همدې حال کې، د پاکستان له خاورې څخه یې، د افغان کډوالو د بېرته راستنېدنې پر بهیر ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د کډوالو د بېرته راستنېدو په صورت کې به یې پاکستان پوځ د ترهګرو ډلو ټولو پاتې شونو په وړاندې جدي ګامونه پورته کړل شي.


د مطلب کود: 164818

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164818/د-عصمت-الله-معاویه-او-افغانستان-جګړې-په-تړاو-رحمت-نبیل-تازه-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com