دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 164831
کوچیانو لپاره د پولیو واکسین ځانګړی کمپاین پیل شو
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د هیواد په څلور ولایتونو غزني، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د دوشنبې په ورځ د کوچيانو لپارهد پولیو ضد ځانګړی کمپاین پیل شوی چې څلور ورځې به دوام وکړي.
دوی زیاتوي، د دې کمپاین پر مهال به څه د پاسه ۴۶ زره کوچیانو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر لسو کلونو ښکته وي د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.
په پکتیکا کې د پولیو د برخې د عاجلې څانګې مشر محمد نور کوچیانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق په دې ستونزمن ګڼي چې په تیت شکل استوګن دي.
ښاغلي نور وویل "د کوچیانو ژوند همیش په حرکت کې وي نو مونږ ددې په خاطر چې د دوی ټول ماشومان واکسین شي د حوضې په سطحه تصمیم ونیول شو چې د کوچیانو د ماشومانو واکسینولو لپاره یو خاص پروګرام جوړ شي چې د جون په څلورم به پیل شي".
په پکتیکا کې مېشت یو شمیر کوچیان وايې، هره میاشت یې کورونو ته رضاکاره ټیمونه د واکسین د تطبیق په موخه ورځي او ماشومانو ته یې پر وخت واکسین ورکول کیږي.
خو دوی ټینګار کوي چې لا هم د پولیو ناروغۍ او د پولیو ضد واکسین په اړه پوره معلومات نه دي ورکړل شوي.
دوه تنه کوچیان بران او دینوپه دې اړه داسې وایې:
"د واکسین ټیمونه په میاشت میاشت کې راځي، د واکسین ګټه دا ده چې ماشوم ته یې ورکړو له ناروغۍ څخه خلاصیږي، غوښتنه مو دا ده چې زمونږ ماشومانو ته باید ته واکسین او دوا ورسیږي".
" زما خپله یولمسې و، په فلج اخته شوه، اوس زه خپله دې ته انتظار کوم، چې کله به یې الله رانه واخلي. او له دولت مي غوښتنه دا ده، چې کوچیانو ته دي ځانګړې پاملرنه وکړي، په هر ځای کې چې کوچیان ميشت شوي وي، هلته ورشي او ماشومان یې واکسین کړي".
دا کوچیان ددې کمپاین په ترسره کیدو خوښي ښیي او له روغتیا چارواکو څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښته کوي.
که څه هم د کوچیانو تګ راتګ ګاونډي هیواد پاکستان ته زیات دی خو په دوی تر دې مهاله د هیڅ کومې مثبت راپور نه دی ورکړل شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcip5azzt1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته