دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 164855
هند د کندهار د زراعتي علومو او تکنالوژۍ پوهنتون پراخوي
په افغانستان کې د هند نوی سفیر وايې چې هیواد به يې په کندهار کې د زراعتي علومو او تکنالوژۍ د ملي پوهنتون په پراخ والي کې خپل پام زیات کړي.
خو په عیني حال کې د لوړو زده کړو د وزارت چارواکو د هند پر حکومت ږغ وکړ چې د یاد ملي پوهنتون په پیا وړتیا کې هم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
په افغانستان کې د زراعت د ودي لپاره شپږکاله وړاندې په کندهار کې د زراعتي علومو او تکنالوژۍ د ملي پوهنتون د پرانستل کيدو پرمهال تمه وه چې په دغه پوهنتون کې به د زراعت شپږ څانګې په لمړي سر کې او وروسته به ۱۲ يو په بل پسې پرانیستل کیږي. خو دا پوهنتون لاهم یوه څانګه لري.
کندهار ته د افغانستان لپاره د هندو ستان د نوي سفیر وینی کمار سره په لیدنه کې ځايي مقاماتو غوښتنه وکړه چې هند دې پدې برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
سفیر وینی کمار وويل چې هیواد به يې له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ور کړي. نوموړي په ځانګړي ډول د خپل هیواد له لوري د افغانستان د زراعت د پیا وړتیا لپاره د مسلکي کدرونو په روزنه کې د لېوالتیا یادونه وکړه.
هغه وویل ښايي داسې پلانونه جوړ شي چې زده کوونکي د تحقیق لپاره هند ته ولاړ شي او هلته لنډ مهالي زده کړې وکړې.
د کندهار زون دولتي پوهنتونو ریس حضرت میر توتاخیل وايې چې د زراعتي علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون لاهم لمړنیو امکاناتو ته لاسرسی نلري او هندوستان دي د دې پوهنتون د ودي او پراختیا لپاره خپله ژمنه پوره کړي.
د زراعتي علومو او تکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې د ماسټرۍ د دورې محصلین زده کړه کوي چې د افغانستان له بیلا بیلو ولایتونو څخه تر ازمویني وروسته بریالي کسان ورته معرفي کيږي.
پر ګټور زراعت تحقیق او ترویج د نوموړي پوهنتون د محصلینو د زده کړو مهمي څانګې بلل کیږي. د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب له هندي سفیر څخه وغوښتل چې چې د یاد پوهنتون محصلينو ته دي په معياري شکل د زده کړو موقع برابره شي.
د کندهار ښار په جنوب ۴۰ کیلو میترۍ کې د ترنک په زراعتي فارم کې د افغانستان د زراعتي علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د پخواني جمهور ریس حامدکرزي د واکمنی په وروستیو کلنو کې د هند په مرسته پرانیستل شوو.
د یاد پوهنتون لپاره لویه هیله داده چې د زراعت په رشته کې د علمي کدرونو په لرلو سره به د افغانستان د ځان بسایني لپاره زرغون زراعتي انقلاب ته لار موقع برابره کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcene8znjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته