دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 164860
کابل ښار په خپلو ٪۸۵ کثافاتو خاورې اړوي
د کابل ښاروالۍ وايي په دې ښار کې تولید شوي ۸۵ سلنه کثافات له ښار بهر لېږدول کېږي.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف عمومي ریاست وايي دا کثافات له ښاره بهر د بګرامیو ولسوالۍ د ګزک سيمې ته لېږدوي او هلته پرې خاورې اړوي.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف عمومي رییس احمد بهزاد غیاثي وايي هغوی د وسایطو له کموالي سره مخ دي او د ۸۵ فیصده کثافاتو چې له ښاره وړل کېږي ۲۵ سلنو کې ورسره خصوصي شرکتونه مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي بهزاد په وینا "لس کاله مخکې ښاروالۍ نشوه کولی د ښار ۵۰ سلنه کثافات هم له ښاره بهر ته انتقال کړي.
اوس مهال ښار پراخ شوی زموږ کار ډېر شوی له دې سره بیا هم یوازې تر ۱۵ فیصده شاوخوا کثافات د ښار په ځينو برخو کې پاتې کېږي چې له هغه نه سترګې نشو پټولی."
هغه تمه لري چې تر دوه درې میاشتو پورې به یادې ستونزې هم له منځ یوسي. په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې کارپوهان د کابل ښاروالۍ له کاره راضي ندي.
 
کاظم همایون د چاپیریال ساتنې یوه کارپوه وايي ښاروالۍ د کثافاتو د لیږد په شمیرو کې زیاتی کوي. هغه وايي زه د کابل په یوې ښې سيمې کې ژوند کوم خو له پخوا نه زموږ د سيمې د کثافاتو په انتقال کې کوم لوی بدلون ندی راغلی.
له دې پرته کله چې کثافات د ښاره لرې ولسوالۍ ته لېږدول کېږي هلته پرې خاورې اړول کېږي خو آیا دا د حل لاره ده؟
کاظم همایون وايي "په حقیقت کې تاسو د یوه ښاره کثافات وړئ او د کثافاتو بل ښارګوټی جوړوئ دا د حل لاره نده. د کثافاتو د مدیریت ډېره زړه لاره ده نن ورځ د کثافاتو د مدیریت لپاره ډېرې ښې لارې عملي کېږی."
هغه وايي دولت باید د کثافاتو سرچينو ته ځیر شي "د هغو امتعو د واردولو مخنیوی باید وشي چې کثافات زېږوي لکه پلاستيکي لوښي، بوتلونه، دسترخوانونه او داسې نور."
د ښاغلي همایون په وینا دولت له دې لارې کولی شي د نړيوالو موسساتو نه هم مرسته وغواړي. کابل د افغانستان تر ټولو د ګڼې ګوڼې ښار دی او د ښاروالۍ چارواکو په وینا ځينې ښاریان څرنګه چې لازمه ده د ښار پاکوالي ته پام نکوي.
که څه هم د کابل ښار د نفوس په اړه تر اوسه کومه رسمي سروې نده شوې خو ویلکېږي چې شاوخوا ۵ میلیونه کسان په دې ښار کې ژوند کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiyn6w49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته