دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 164862
په پکتیا کې وسلوالو طالبانو ۲۲ ښوونځي تړلي!
د سیمې د خلکو په خبره؛ طالبان وايي، یاد ښوونځي به تر هغې تړلي وي، چې ولایتي ادارې او پوهنې ریاست ورته د نویو ودانیو او ځینو ښوونځیو د ترمیم چارې پیل نه کړي.
وسلوالو طالبانو د پکتیا په احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې د ۲۲ ښوونځیو دروازې په دې تړلې، چې ولایتي اداره یې د ودانیو د جوړولو او ترمیمولو په ژمنه کې پاتې راغلې ده.
د پکتیا ولایتي شورا غړی محمدالرحمان قادري وايي، په سیدکرم او احمدابا ولسوالیو کې وسلوالو طالبانو ۲۲ ښوونځي په دې تړلي، چې ولایتي اداره دې ورته نوې ودانۍ جوړې او ځینې دې له سره ترمیم کړي.
د سیمې قومي مخور هم د ښوونځیو د کړکیو ، دوازو او ودانیو د جوړولو غوښتنه کوي.
د پکتیا والي ویاند بیا د یادو ښوونځیو له تړلو ځان نا خبره بولي او وايي، چې دوی ته په دې اړه تر اوسه چا شکایت نه دی کړی. حال دا، چې د ولایتي شورا غړي وايي، ستونزه يي له ولایتي ادارې سره شریکه کړې؛ خو غږ يي نه دی اوریدل شوی.
د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت زیاتوي، چې سږ کال به د سیدکرم او احمدابا په ګډون په نورو سیمو کې په زیات شمېر ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شي.
که څه هم له تېرو دوه کلونو راهیسې د پکتیا په لویه ولسوالۍ زرمت کې د نجونو ۱۴ ښوونځي د امنیتي ستونزو له امله تړل شوي دي؛ خو ولایتي مسوولین وايي هڅه کوي، چې یاد ښوونځي د سیمې د اوسیدونکیو او مشرانو په منځګړیتوب بېرته خلاص کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce0qsi2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته