کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستانې چارواکې: د افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره هر اړخیزه مرستې ته تیار یو

15 جوزا 1397 ساعت 16:18

پاکستان پوځ چارواکې وایی چی پاکستان په افغانستان کې سوله غواړی او بهرنیو ځواکونو وتلو په تمه دی.



د پاکستان پوځ جنرال اصف غفور پرون له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل چې د دغه هدف د ترلاسه کولو په موخه پاکستان چمتو دی چې له بهرنیو ځواکونو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
جنرال غفور همداراز د پاکستان په خاوره کې حقاني شبکې مشرتابې په اړه راپورونه رد کړل.
خو هغه د طالبانو او حقاني شبکې د پاتې شونو د شتون په اړه احتمالات نه ردوي او د ستونزې د حل په موخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې تګلارې تر اعلان وروسته د واشنګټن او اسلام ترمنځ اړیکې مخ په خرابېدو دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خرم دستګیر تېره اوونی وویل چې د پاکستان په وړاندې د واشنګټن د وروستي دریځ په غبرګون کې به اسلام اباد له یاد هېواد سره پر خپلو اړیکو غور وکړي.
 


د مطلب کود: 164864

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164864/پاکستانې-چارواکې-د-افغانستانه-بهرنیو-ځواکونو-وتلو-لپاره-اړخیزه-مرستې-ته-تیار-یو

آوا
  https://www.avapress.com