دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 164867
په مشرانو جرګه کې پر دیني عالمانو ځانمرګی برید له تند غبرګون سره مخ شو
مشرانو جرګې په کابل کې د دیني عالمانو پر غونډه ځانمرګی برید له اسلامي موازینو سره په ټکر کې وباله او څرګنده شوه، چې دا ډول بریدونه هیڅ اسلامي صبغه نلري.
په پلازمېنه کابل کې پر هغو دیني عالمانو ځانمرګی برید، چې روانه جګړه او ځانمرګي بریدونه یې د اسلام خلاف وبلل؛ د مشرانو جرګې د غړو تند غبرګون راپورته کړ.
دوی وايي، چې سخت دریځي وسلوال د اسلام له نوم څخه ناوړه استفاده کوي او د پردیو د لمسون له مخې په افغانستان کې جګړې کوي.
د مشرانو جرګې غړې نجیبه حسیني وایي: طالبانو ادعا کړې، چې د عالمانو ناسته د امریکایانو پر فرمایش جوړه شوې وه. زه ترې پوښتنه کوم، چې تاسې د چا پر فرمایش جنګیږئ؟ آیا تاسې خپلواک یاست؟ په داسې حال کې، چې نه یاست او د اسلام د سپیڅلي دین د احکامو له مخې داسې کوم دلیل هم نلرئ، چې جګړه پرې روا وبولئ!  
د مشرانو جرګې یو بل غړي عبدالله قرلق څرګنده کړې: د روژې په مبارکه میاشت کې یې دغه کړنې د سیاسي زوال ښکارندویي کوي او وایي، چې دا د یهودو او نصاراوو پروګرام دی. په داسې حال کې، چې زه خپله په غونډه کې ناست وم؛ نه یهودو ماته ویلي وه او نه نصاراوو. په داسې حال کې، چې خپلې هڅې یې د یهودو او نصاراوو په نغوته ترسره کیږي.
د مشرانو جرګې دوه یم مرستیال محمد آصف صدیقي وايي، چې پر دیني عالمانو برید پر ټول اسلام برید ګڼل کیږي او هیڅ ډول توجه نلري.
د کابل له دیني او مذهبي غونډې مخکې په کور د ننه او بهر هم دا ډول غونډې جوړې شوې وې، چې د افغانستان روانه جګړه یې ناروا بللې ده؛ خو وسلوال طالبان دا ډول غونډې او فتواګانې ردوي او د سولې لپاره تیاری نه ښيي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-knzq23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته