دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۵:۵۱
د مطلب کود : 164882
کابل ګارنېزیون: کابل کې امنیتي وضعیت نه ډاډمن نه یم
د کابل ګارنېزیون قوماندان کابل ښاریانو ته د امنیتي وضعیت ډاډ نه‌ورکوي.

په داسې حال کې چې په یوه میاشت کې په کابل ښار کې څو پرله‌پسې انتحاري حملې وشوې او خلک‌یې اندېښمن کړي، د کابل ګارنېزیون قوماندان وايي له امنیتي وضعیت نه ډاډمن نه‌دی.
افضل امان د کابل ګارنېزیوند آزادی راډیو سره په یو ځانګړۍ مرکه کې وویل چې امنیتي ګواښونه نه ډېر لوړ او نه هم کم دي.
ښاغلي امان وویل وسله‌والو مخالفینو د جګړې په ډګرونو کې ماته خوړلې او وايي چې اوس‌یې په ښار کې ترورېستي حملو ته مخه کړې ده.
نووموړي زیاته کړه:"له بده مرغه موږ خلک په کلي توګه هیله‌مند کولای نه‌شو چې ګواښونه په کامل توګه په ښار کې خنثی شوي دي، داسې نه‌ده موږ دا هم نه‌شو ویلی چې ګواښونه کم دي، خو په هر حال د ترورېستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره زموږ فعالیتونه تر بل هر وخت زیات شوي دي."

ښاغلي امان همداراز وویل انتحاري حملې ډېرې پېچلې دي او ترورېستان له بېلابېلو تاکتیکونو کار اخلي، نو له همدې امله یو شمېر یې هدفونو ته رسېږي.
د کابل ګارنېزیون قوماندان زیاتوي چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره‌یې د کابل اړوند ولسوالیو خاک جبار او موسهي کې تصفیوي عملیات پيل کړي او اوس هم روان دي.
 
https://avapress.com/vdceve8zwjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته